وفاقي وزيرانو د پاکستان له چيف جسټس څخه د پروېز الهي د ادعا شوې آډيو په اړه د پلټنې غوښتنه کړې ده

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: وفاقي وزيرانو د پاکستان له چيف جسټس څخه د پروېز الهي د ادعا شوې آډيو په اړه د پلټنې غوښتنه کړې ده.
د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ميډيا سره خبرو کښې وئيلي دي چې آډيو ليکس يوه جدي مسله ده، فارنزک دې وشي، که دا آډيوګانې رښتيا وي نو د قانون مطابق دې کارروائي وشي۔
هغه وویل چې د دې غږیز مسلې په اړه باید له لوی درستیز سره هم خبرې وشي.
د نهې په ورځ د سپريم کورټ نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير احسن اقبال هم د پروېز الهي د آډيو ليكس په اړه د بشپړې پلټنې غوښتنه وكړه او ويې ويل چې د آډيو ليكس په اړه دې شفافې پلټنې وكړې شي او د ميچ فكسنګ هڅه دې وشي۔ دا د قضائیه قوې د رول په اړه د پوښتنې نښه ده.
هغه وويل که ټيپ دروغ وي نو عدليې ته زيان رسولو کسانو ته دې سزا ورکړل شي او که دا ټيپ ريښتيا وي نو دا به سترې محکمې ته يو لوى داغ وي.
له دې وړاندې دکورنيو چارو وفاقي وزير هم چيف جسټس څخه ددغه موضوع دسوموټو اؤ آډيو فارنزک معايناتو غوښتنه کړې وه.




