د خېبرپښتونخوا نګران صوبائي وزير خوشدل خان ډي نوټیفایی کړے شوے دے

باغي ټی وی رپورټ
پيښور: د خېبرپښتونخوا نګران صوبائي وزير خوشدل خان ډي نوټیفایی کړے شوے دے۔
د خېبرپښتونخوا انتظاميې د کابينې نه د نگران صوبائي وزير د لرې کولو اعلاميه جاري کړې ده چې پکښې ويل شوي دي چې د خېبرپښتونخوا ګورنر د خېبرپښتونخوا صوبې نگران وزير خوشدل خان ډي نوټيفې کړے دے۔
چارواکي وايي خوشدل خان ملک د سرپرست وزير په توګه نومول شوى او د سرپرست وزير په توګه د سوګند پورته کولو پر مهال دولتي کارکوونکى و، په داسې حال کې چې دولتي کارکوونکي په کابينه کې برخه نه شي اخيستلى.





