په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ویجاړۍ وروسته ملګرو ملتونو په ترکیه کې د زلزلې ځپلو سره د یو میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

0
93

باغي ټي وی رپورټ
په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ویجاړۍ وروسته ملګرو ملتونو په ترکیه کې د زلزلې ځپلو سره د یو میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په سوریه کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

د UNAID مشر وویل چې د سوریې او ترکیې زلزله ځپلي له نه جبرانیدونکي کړاو سره مخ دي، موږ باید په دې سخت وخت کې له دوی سره ودریږو.

هغه وویل چې اړتیا ده چې ډاډ ترلاسه شي چې دوی هغه مرستې ترلاسه کوي چې دوی په دې وخت کې ورته اړتیا لري.

د یادولو وړ ده چې په دواړو هیوادونو کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۴۲ زرو ته رسیدلې ده، په ترکیه کې د زلزلې په پایله کې د مړو شمیره ۳۶ زره ۱۸۷ تنو ته رسیدلې په داسې حال کې چې په سوریه کې د مړو شمیره تر ټولو لوړه شوې ده. ۵ زره ۸۰۰

Leave a reply