کراچۍ ته د خپل سفر په مهال د امريکې سفير ډونلډ بلوم په عربي سمندر کې د پاکستان د سمندري ځواکونو په کوربه توب د “امن 2023” سمندري مشقونو کتنه وکړه، ورپسې د سندهـ وزيراعلي، د پاکستان فليټ کمانډر او د سمندري ځواکونو مشر سره يې وکتل
باغي ټی وی رپورټ
کراچۍ ته د خپل سفر په مهال د امريکې سفير ډونلډ بلوم په عربي سمندر کې د پاکستان د سمندري ځواکونو په کوربه توب د “امن 2023” سمندري مشقونو کتنه وکړه، ورپسې د سندهـ وزيراعلي، د پاکستان فليټ کمانډر او د سمندري ځواکونو مشر سره يې وکتل.
په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو په کوربه توب د سمندري مشقونو د کتنې په موقع د امريکې سفير ډونلډ بلوم وويل په “امن 2023” کې د سمندري مشقونو ليدل د ډېر خوښۍ خبره ده، دا د يو امن، باثباته او پرمختيا لپاره يو نوښت دی. د سوکاله پاکستان لپاره روانې هڅې غښتلې شوې دي.
ده ووئيل امريكا هوډ لري چې د پاكستان سمندري ځواكونو سره د سمندري پولو د امنيت د ټينګولو لپاره مرستې زياتې كړي٬ څو په نړيوالو اوبو كښې د ازادې بحري تګ راتګ او اقتصادي فعاليتونو تحفظ يقيني كړي۔
دامريکا سفير وويل تيرکال داکتوبر په مياشت کې دپاکستان سمندري ځواکونو، دپاکستان سمندري امنيتي ادارې اؤ امريکائي سمندري ځواکونو لخوا ګډه سمندري ګزمه ترسره شوې چې دا په راتلونکي کې زمونږ دګډو هڅو نښه ده.
ده ووئيل امريكا له پاكستان سره د ملګرتيا او دوه اړخيزه تجارت د پراخولو فېصله كړې چې پشمول د امنيت، تعليم، شفافه انرجۍ او داسې نور به ترلاسه كوي۔
وروستو د امريکې سفير ډونلډ بلوم په کراچۍ کې د سندهـ وزيراعلي سيد مراد علي شاه سره هم ليدلي، د ملاقات په مهال د پاکستان او امريکا ترمينځ د اقتصادي شراکت د پراختيا په اړه په دوه اړخيزه ترجيحاتو خبرې اترې شوي دي.
کراچۍ ته د خپل سفر په مهال د امريکې سفير د امريکې د نړيوالې پرمختيائي ادارې د ګودام نه ليدنه وکړه چرته چې د سندهـ او بلوچستان سېلاب ځپلو دپاره امدادي سامان ساتل کيږي.
د امريکې سفير ډونلډ بلوم هم د قائداعظم هاؤس ميوزيم دوره وکړه، د مېلمه تاثرات په کتاب کې خپل خيالات ريکارډ کولو سره ډونلډ بلوم ليکلي “په کراچۍ کې د قائداعظم هاؤس ته تلل زما لپاره د اعزاز خبره وه.
ده ووئيل امريكا د پاكستان د باني محمد علي جناح د يو متحد او جمهوري پاكستان د ايډيال درناوى كوي چې د مساوات٬ اجتماعي عدالت او مساوې اقتصادي فرصتونو سره برابر دي او دا اقدار مونږ ته هم ګران دي۔