په ټول هیواد کښې به ډیجیټل مردم شمارۍ عمل د فرورۍ په 20مه پیل شي

باغي ټی وي رپورټ
په ټول هیواد کښې به ډیجیټل مردم شمارۍ عمل د فرورۍ په 20مه پیل شي.
د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د ځان شمېرنې بهیر به د فبرورۍ له ۲۰مې څخه د مارچ تر ۳مې نېټې دوام وکړي او د ځان شمېرنې پروسه د هېوادوالو د اسانتیا لپاره ده.
د احصایې اداره وايي، چې هېوادوال کولای شي د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د معلوماتو له مخې ثبت نام وکړي.
د احصایې ادارې له مخې، سرشمېرنه به د مارچ له لومړۍ نیټې څخه تر اپریل پورې ترسره شي.






