له جناح روغتون څخه د ورکې شوې حاملې ښځې په کيس کې پرمختګ شوی دی

0
123

باغي ټی وی رپورټ
کراچۍ: له جناح روغتون څخه د ورکې شوې حاملې ښځې په کيس کې پرمختګ شوی دی.

د پولیسو په وینا، داسې شواهد شته چې ښځې په خپله خوښه وتلې، ښځه د سهار په ۸:۴۰ بجو روغتون ته داخله شوه او د غرمې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د روغتون له بلې دروازې ووتله.

پوليس وايي، په دې اړه پلټنې روانې دي چې ښځه له روغتونه تر وتلو وروسته چېرته تللې او تر څېړنې بشپړېدو پورې يې په اړه وروستۍ څه نه شي ويلاى.

ياده دي وي چي د فرورۍ په نهمه نيټه يوه حامله ښځه جناح هسپتال ته د معاينې لپاره راغلې وه او لادرکه شوې وه۔

Leave a reply