د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر او د سند پخوانی والي عمران اسماعیل د فارن فنډنګ قضیه کې د خپل بیان ثبتولو لپاره د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی ای) دفتر ته رسیدلی
باغي ټی وی رپورټ
کراچۍ: د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر او د سند پخوانی والي عمران اسماعیل د فارن فنډنګ قضیه کې د خپل بیان ثبتولو لپاره د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی ای) دفتر ته رسیدلی.
د ايف آئي اے دفتر نه بهر ميډيا سره خبرو كښې عمران اسماعيل ووئيل مونږ په ايف آئي اے كښې مختلف مقدمې لرو، اېف آئي اے زمونږ خلاف كاروائي كوي، د بهرنۍ فنډنګ مقدمه د مفروضو په بنياد ده۔
عمران اسماعیل وویل چې د ټولو ګوندونو د فنډ حساب دې وشي، مونږ د عوامو په چندو چلیږو، پیپلز پارټۍ، مسلم لیګ او جے یو آئی د خلکو فنډ نه لري، خپل اکاونټونه پرانیزئ تاسو ته به معلومه شي چې د ملک سره څه شوي دي.
د سندهـ پخواني ګورنر وويل عوامي حکومت دې د ګومانونو په اساس کور ته نه وي لېږلی، د حکومت د بدلون په نتيجه کې پاکستان په سختو حالاتو کې دی، عمران خان به د پنجاب او خېبرپښتونخوا په انتخاباتو کې دوه پر درې برخه اکثريت ترلاسه کړي.