په ملیشیا کښې د افغانستان سفیر یو اهم ملاقات

0
108

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په ملیشیا هیواد کښې سفیر ددې هیواد د یو لوی شرکت سره په ملاقات کښې په افغانستان کښې د ملیشیا هیواد او ددې د شرکت د پانګونه اچولو په موضوع خبرې اترې کړي دي، یاده دې وی چې نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقی د ازبکستان همسیال سره لیدلی او په افغانستان کښې ی د ازبکستان هیواد د مرستو کولو ستاینه کړې ده.

د باختر نیوز رپورټ مطابق د ملیشیا حديد سوداګريز شرکت رييس سوپيان عارفين سره نن په هغه هېواد کې د افغانستان له سفير ډاکټر محب سپين غر سره ملاقات کړې دې.
یاده دې وی چې د ملیشیا هیواد دې شرکت په افغانستان کښې د پانګونې لپاره راضي شوي دي او زر به د ملیشیا هیواد دا شرکت په افغانستان هیواد کښې سرمایه کاري وکړي.یاده دي وی چې دا ملیشیا دا شرکت په ازبکستان او قزاقستان کښې هم کار کوي .
په افغانستان کښې د نوی سیاسی بدلون له وجهې د بهر هیوادنو شرکتونه او نورې ادارې غوښتنه کوي چې په افغانستان کښې که امنیت ټینګ شی او دوی له باور ورکړې شی نوی دوی به په افغانستان کښې سرمایه کاري وکړی او هم دغه وجه دې چې نن سبا په افغانستان کښې د پرمختیایی پروژې متاثره شوي دي.
یاده دي وی چې د افغانستان اسلامی امارت مشرانو او وزیرانو د ملګری ملتونو او د نړیوالو مرستندونه ادارو مشرانو ته ډاډ او باور ورکړې دې چې ددوی امنیت ټینګول د امارت اسلامی افغانستان ذمه واری ده او دوی دې ښه ډاډ خپلو پروژو ته په افغانستان کښې دوام ورکړي او دوی دې په افغانستان کښې هیڅ کوم ډار نه محسوسوي.

Leave a reply