د پاکستان د ژغورنې ډلې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ترکیې ته رسېدلې دي

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان د ژغورنې ډلې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ترکیې ته رسېدلې دي.
د ژغورنې افسر دیبا شهناز چې د ژغورنې په چارو کې بوخته ده جیو نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د ژغورنې عملیات د ترکیې له رسیدو سره سم پیل شول چې د دوی ټیم یوه ښځه له خټو څخه ژوندۍ را ایسته کړه.
هغه وويل، چې په هر ځاى کې چې د انسان د ژوند نښې وي، نو پاکستاني ټيم د عصري وسايلو په کارولو سره د ژغورنې عمليات ترسره کوي.
بل لوري ته په ترکيه کې پاکستاني اتباع هم د مرستې په کارونو کې مخکښ دي، په داسې حال کې چې د پاکستان ژغورنې ډلې د زلزلې ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره شپه او ورځ کار کوي.
د یادولو وړ ده چې په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۲۱ زرو تنو ته لوړه شوې ده






