د فاټا قومي جرګې او د انضمام ضد نورو تحريکونو مشرانو د اسلام اباد په پارليمنټ هاؤس کې د قومي اسمبلۍ له سپيکر راجه پرويز اشرف سره وليدل

باغی ټی وی رپورټ
د فاټا قومي جرګې او د انضمام ضد نورو تحريکونو مشرانو د اسلام اباد په پارليمنټ هاؤس کې د قومي اسمبلۍ له سپيکر راجه پرويز اشرف سره وليدل.
په غونډه كښې وفاقي وزير ساجد حسېن طوري هم موجود وو۔
په غونډه كښې مشرانو د ضم كولو مخالفت وكړو او د فاټا خصوصې آئيني حېثې واپس كولو سره ئې غوښتنه وكړه۔ سپيکر له قومي اسمبلۍ وغوښتل چې د فاټا د مشرانو غونډه دې د پاکستان له لومړي وزير، وفاقي کابينې او د پوځ له مشر سره وکړي.
مشرانو سپارښتنه وکړه چې د فاټا لپاره دې له صوبې څخه جلا اکاونټ جوړ شي چې د انضمام تر پایه پورې د وفاق لخوا فنډونه ورکړل شي او د فاټا سيکرټريټ او فاټا ډويلپمنټ اتهارټي بحال کړل شي چې د فاټا فنډ پخپله د فاټا په پرمختګ کې مصرف شي.
مشرانو زياته كړه چې فاټا كښې د امن او امان بحالۍ لپاره دې ليويز او خاصداران بحال كړے شي او د فاټا طالب علمانو ته دې په ملازمتونو كښې كوټې بحال كړې شي۔

د مردم شمارۍ په اړه خبرو کښې مشرانو اوويل چې د ټي ډي پي نه وروسته اکثره قبائل خپلو سيمو ته نه دي واپس شوي او اوس هم د ملک نورو برخو کښې اوسيږي ولې د فاټا ځينې سيمې اوس هم بې ځايه دي او د قبائيلي سيمو خلک دي۔ دغو سیمو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي چې خپلو کورونو ته ولاړ شي. نو ځکه د فاټا په کوم ځای کې چې قبایلي اوسیږي، د دوی سرشمېرنه دې د دوی د دایمي ادرس له لارې خپلو سیمو ته وګرځول شي او په خپلو سیمو کې دې شمېرنه وشي، څو په راتلونکې سرشمېرنه کې د قبایلو د اصلي نفوس ثبتول یقیني شي.
د قامي اسمبلۍ سپيكر په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د خپلو پلرونو نه د پاكستان او بيا د كشمير د ازادۍ په جنګ كښې د قبائيلو د زړورتيا كيسې اوريدلې دي٬ ستونزې يې نه دي حل كړې بلكې نورې هم زياتې شوې دي. سپیکر مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ټولې غوښتنې او وړاندیزونه به حکومت ته ورسوي. تر څو ستاسو غوښتنې او ستونزې پخپله واوري. د ملک بسم الله خان آفريدي نه علاوه ملک خان مرجان، وزير بريګيډير سيد نذير مهمند، ملک عبدالرزاق ملک ولايت، شاه ملک خالد خان، ملک نادر خان شينواری، ملک پرويز شينواری، ملک محمد حسين، ملک نوابزاده فضل کريم، حاجي موسی خان، حاجي په غونډه کې سلیم جاوید،حاجي نصرالله خان ملک سید،د خیبر ضلعې څخه رضا ملک ګرمیت سنګ،د جنوبي وزیرستان څخه ملک اعظم خان محسود ملک عطا محمد محسود ملک ایوب ګل محسود،ملک نایب خان ملک شاه محمود،ملک نورزمان آدم خیل ملک اکبر ګډون کړی وو. د ایف آر کوهاټ څخه خان او نورو. د ایف آر پیښور څخه عالمګیر برخه اخیستې وه.
د مهمند ايجنسئ نه ملک ميرافضل مهند، د اوركزئي ايجنسئ نه ملک رزيم شاه، د كرم ايجنسئ نه ملک منور خان منګل ګډون وكړو۔






