په روغتون کښې د داروګانو کمۍ، د افغان اولس ستونزې زیاتې شوي

0
266

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان خوست نه چاپ شوي د پژواک نیوز یو رپورټ مطابق په دې ولایت کښې ی په روغتون کښې د داروګانو کمې دې چې له وجهې ی افغان اولس د سختو ستونزو سره مخ دي، په خاصه توګه هغه افغانان چې د فقر ژوند کوي ، د هغوي ژوند د درملو د نشتوالي له وجهې د سختو مشکلاتو سره مخ دي.

د خوست یو ځایی اوسیدونکې وایی چې ددې ولایت په ملکي روغتون کښې د پخوا په شان داروګان نشته چې له وجهې ی ځای خلق د ستونزو سره مخ دي.دوی وایی چې په دې روغتون کښې صحی سهولتونه لکه د لابراتوار ټیسټونه نه کیږي او خلق مجبور وی چې دا معاینات په بهرنیو شخصي لابراتورونو کښې وکړي چې له وجهې ی دوی ډیر زیاتې روپې په علاج کولو ورکوي.
پژواک خبري اژانس ته یو تن اوویل چې دلته خلق ډیر غریب دي او عین تردې پورې چې یو ځایی تن د خپل مریض لپاره د خپل کور سولر او بیټري خرڅ کړل، ددې نه پته لګي چې په خوست کښې ځای خلق په ملکي روغتون کښې د علاج کړلو په اړه د څومره سختو ستونزو سره مخ دي.

Leave a reply