قندهار د ماینونو نه پاکوو: د قندهار والي

0
746

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د قندهار والي په یو بیان کښې ویلي دي چې به دې ولایت کښې چې چرته هم ماینونه ښځ شوي دي نو هغه په ډیر زر پاک کړو چې د افغان اولس ژوند خوندي شي.

د قندهار والی ملا یوسف وفا اوویل چې په ښار او ولسوالیو کښې ښخ شوي ماینونه په پاک کړي، دې سره به د خلقو ډار او خفګان ختم شي او ژوند به هم خوندي شي.والی وفا د یو شمیر د موسسو د مسولینو سره په کتنه کښې اوویل چې د هغه موسسو مننه کوو چې نن سبا په قندهار کښې د ماین په صفا کولو کښې بوخت دې او د ماینونو نه زمونږ علاقه کښې پاکوي.
والی وفا د موسسو مسولینوته په ډاګه کړه چې دې تاسو غواړو چې د ارغنداب ، پنجوابي ، شاه ولي کوټ، شورابک او غورک اولسوالیو کښې ښځ شوی ماینونه ټول صفا کړې او وروسته پاتې ولسوالۍ هم په نظر کښې راولي چې د هغه ولسوالیو نه هم ماینونه پاک شی او د خلقو ژوند بچ شي.
نوموړی اوویل چې ماین صفا کول یو ډیر لوی عبادت دې ځکه دې سره د یو انسان او وګړي او دغه رنګ د ټول اولس ژوند ژغورل کیږي او د ټولو نه یو لوی او پاک کار دې چې د ماینونو نه علاقه پاکه شي.
والی وفا د موسسو اهلکارو ته ډاډ ورکړو چې د ماین په صفا کولو کښې به ددوی دفتر ددوی ښه همکاري وکړي چې علاقه د ماینونو نه پاک کړۍ شي.

яндекс

Leave a reply