د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت له والي سره لیدلي.

0
169

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت له والي سره لیدلي.

6 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور نن دوشنبه د ننګرهار والي سره په خپل دفتر کې ولیدل.

 

خبر زیاتوي چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د ښه راغلاست ویلو تر څنګ دواړو لورو د پانګونې پر پراختیا او د هیواد په ځانګړې توګه د ننګرهار ولایت د کانونو په برخه کې د تخنیکي ظرفیتونو، د پانګونې د فرصتونو او د کان کېندنې په اړه د قانوني استخراج او د افغانستان خلکو ته د کار زمینې برابرولو په اړه خبرې اترې وکړې.

اړوند موضوعات

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست نن ورځ د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره کتلي.

 

په وروستیو کې د ننګرهار ولایت منسوبینو په دغه ولایت کې د هیواد زیات شمیر قیمتي ډبرې او نفرایټ چې په ناقانونه توګه پاکستان ته قاچاق کیدل ونیول.

Leave a reply