په تورخم پوله د خپل پدري زمکې په اړه به د خپل قام لپاره ګټورې پریکړه وکړو: د خوګا خیلو مشرانو رسنیو سره خبرې

0
156

نصیب شاه شینواري
په تورخم پوله رسنیو سره خبرو اترو کښې د لنډي کوتل تحصیل خوګا خیل قام مشرانو ملک ماصل خان شینواري، نثار خان شینواري، نجیب الله خاوريچن ، خطاب شاه او نورو مشرانو اوویل چې په تورخم پوله د خپل پدري جایداد په اړه به داسې پریکړه وکړي چې د خوګا خیل په مالي ګټو تمامې شي.

مشرانو اوویل چې نن ی ایف بي آر سره د ۷۲۶ اووه سوه او شپږ ویشت کناله زمکې د حدبندې ته د بیا کتنې لپالره کار پیل کړې دې چې د خوګا خیل قام مشرانو او کشرانو اندیښنې لرې کړي
مشر اویل چې حکومتي اړوند چارواکي او زمونږ د خوګا خیل قام څه کسان چې د زمکي په تقسیم پوهه دي،ددې زمکې ریچیکنګ وکړي چې د اولس اندیښنې لرې شي.
ملک ماصل خان اوویل چې دا کار د خوګا خیل قام په ګټه کښې دې او که کوم مشریا کشر څخه خبره یا تحفظات وی نو دوی سره خبرو ته تیار یو او ددوی اندیښنې لرې کولې شي.
مشرانو اوویل چې په تورخم پوله د تورخم ډرایی پورټ او ټرید ټرمینل د ځایی اولس او خوګا خیل په ګټه دې او ددې لوی پروژې په بشپړه کیدو سره به د ځایی خلقو او په ځانګړي توګه خوګا خیل قام ته ډیره مالي ګټه ورسي.

څو ورځې وړاندې د تورخم د ګمرکونو ایڈیشنل کلکټر طیب له ځایی رسنیو ته ویلي وو چې دا د ګمرک څانګې یوه لویه پروژه ده او د اسیا نړيوال بانک په همکارۍ به د 16.60 ملیارد روپیو په لګښت د 2023 کال تر جولای پورې بشپړه شي.

Leave a reply