وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان اولس هيڅ وخت کشمير نه دې هير کړي، نه يواځې پاکستان بلکې ټوله اسلامي نړۍ د کشميريانو لپاره شپه او ورځ دعاګانې کوي

0
195

باغی ټی وی رپورټ

مظفر آباد: وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان اولس هيڅ وخت کشمير نه دې هير کړي، نه يواځې پاکستان بلکې ټوله اسلامي نړۍ د کشميريانو لپاره شپه او ورځ دعاګانې کوي۔

د آزاد کشمیر قانون ساز اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وزیراعظم شهباز شریف وویل چې د کشمیر دره د بې ګناه مسلمانانو په وینو سور شوې ده، هند کشمیر ته زندان جوړ کړی دی.

وزيراعظم ووئيل د كشمير اولس مونږ ته سوال كوي چې الله ﷻ اسلامي نړۍ ته دومره وسائل وركړي دي خو د كشمير مسئله ولې نه ده هواره شوې۔

هغه وويل اتحاد او اتفاق هدفونو ته درسيدو کې مرسته کوي، هند به خامخا انديښمن وي چې دټولو اړخونو يووالى ليدل کيږي.

Leave a reply