د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د کشمیر ورځ و نمانځل شوه

0
112

باغی ټی وی رپورټ
په کابل کې د پاکستان سفارت نن د “کشمیر د پیوستون ورځې” په مناسبت یوه غونډه جوړه کړه چې له کشمیري وروڼو سره د پیوستون څرګندونه وکړي او د هندي ظالمو ځواکونو په وړاندې د خپل حق او د خپلواکۍ لپاره د جمو او کشمیر د خلکو قربانیو ته درناوی وکړي.
په دې مراسمو کې په کابل کې د پاکستان د سفارت چارواکو او پاکستاني اتباعو هم ګډون وکړو.

غونډه د قران کریم په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د پاکستان ملي سرود وغږول شو. د پاکستان د ولسمشر، لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر پیغامونه هم ولوستل شول، ورپسې د کشمیر په اړه مستند فلم هم واورول شو.

خپل ریمارکس کې د پاکستان سفارت چارج ډي افیئرز محمد جنید وزیر وینا وه چې هندي ځواکونو ۷۵ کاله وړاندې د کشمیریانو د ارادې خلاف د ډوګرا راج په ملګرتيا په ۲۷ اکتوبر ۱۹۴۷ کې په جمو او کشمیر غیرقانوني قبضه کړې وه. نوموړی اوویل چې هندی فوځ او حکومت د هر ډول غیر انساني تکتیک په کارولو سره د بې عدالتي وژنې، شکنجه کولو، جبري ورکیدو او د پیلټ ټوپکونو کارولو سره سره د آزادۍ غورځنګ په ځپلو کې ناکامه شول.

هغه زیاته کړه چې د وادی خلک د عدالت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو سره سم د ټولپوښتنې د ترسره کولو د ژمنې د پوره کولو لپاره نړیوالې ټولنې ته سترګې په لار دي.
هغه د فبرورۍ د پنځمې نېټې تاریخي اهمیت هم روښانه کړ.

نوموړی د هند په ناقانونه توګه په جمو او کشمیر کې د کشمیري وروڼو سره د بشپړ پیوستون څرګندونه وکړه او د هندي اشغالګرو ځواکونو لخوا د دوامداره ظلمونو غندنه یې وکړه.

هغه د هند د حکومت لخوا په 5 اګست 2019 په غیرقانوني اقدام هم نیوکه وکړه چې پکې د کشمیریانو د محرومولو لپاره د وادي د ځانګړي حیثیت ختمول شامل دي.

په دې موقع دچارج ډي افيئرز د كشميري وروڼو سره د قوي ملاتړ ژمنه وكړه او وې ويل چې پاكستان به د كشمير اولس د حق خوداراديت لپاره د هغوي په منصفانه مبارزه كښې د هغوي سفارتي، اخلاقي او سياسي ملاتړ جاري ساتي۔

Leave a reply