ملا هدایت بدري د یونیسف پلاوي سره ملاقات کړې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د مالې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د یونیسف پلاوي غړو سره ملاقات کړې دي، په دې ملاقات کښې د تعلیم ، سکولونو او د صحت په میدان کښې راپیښو مسلو او ستونزو په اړه خبرې اترې شوي دي.
د باختر نیوز رپورټ مطابق د مالیی سرپرست د نړيوالې ادارې مشرانو او نمایندګانو ته په افغانستان کښې د بشري مرستو جاري ساتلو او ملکو وګړو ته دا مرستې په وخت رسولو په اړه هم خبرې وکړي.
یاده دې وی چې د ملګری ملتونو د مشرانو نه دا بیان مخې ته راغلې چې په افغانستان کښې د یو بل انساني بحران نه د بچ کیدلو لپاره باید چې په دې هیواد کښې د بشری مرستو لړي په چټکه توګه پیل شي او بشري مرستې په وخت باندې د افغانستان بیله بیلو ولایتونو ته ورسول شی چې ددې انساني بحران مخه ونیول شي.
یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت د مشرتابه غړو د ملګري ملتونو او نور نړیوالو ادارو مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي او ددې ملاقاتونو لړې روانه ده، په دې ملاقاتونو کښې د امارت مشرانو د نړۍ هیوادونو نه غوښتی چې دوی دې په رسمي توګه اوپیژني او افغان اولس سره دې بشري مرستې جاري وساتل شي.
ملا هدايت الله بدری سرپرست وزارت مالیه با هیئت بلند پایه مؤسسه يونسف به ریاست عمر عبدی معاون عمومی آن موسسه که در حال دیدار از افغانستان است، ملاقات کرد. pic.twitter.com/CStrVOSrNQ
— BNA Pashto (@bnapashto) October 6, 2021