برښنا شرکت: د برښنا پور پرې کولو لپاره د پخوانیو پوروړو لوړ پوړو چارواکو جایدادونه پلورو

برښنا شرکت: د برښنا پور پرې کولو لپاره د پخوانیو پوروړو لوړ پوړو چارواکو جایدادونه پلورو
د برښنا شرکت د عملیاتي شرکت رئیس صفی الله احمدزي ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو د برښنا پور ورکړې لپاره اړ دي چې د هغو پخوانیو سیاسي چارواکو جایدادونه وپلوري چې د برښنا پوروړي دي.
(2021 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
د برښنا شرکت د عملیاتي شرکت رئیس صفی الله احمدزي ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو د برښنا پور ورکړې لپاره اړ دي چې د هغو پخوانیو سیاسي چارواکو جایدادونه وپلوري چې د برښنا پوروړي دي.
احمدزي ویلي چې یو شمېر سیاسي چارواکي په میلیونونه برښنا مصرف کړې؛ خو د برښنا بېل یې ندی ورکړی.
نوموړي که څه هم ویلي چې د برښنا پور د بانکي سیستم د خرابوالي له امله ندی ورکړل شوی؛ خو ویلي یې دي چې اوس افغانستان څه باندې ۶۱ میلیونه ډالره د ګاونډیو هېوادونو پوروړی دی.
تر دې وړاندې د برښنا شرکت پخواني رئیس له یوې غربي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي ؤ چې که د افغانستان برښنا شرکت د برښنا پور اداء نکړي؛ ممکن ګاونډی هېوادونه د افغانستان برښنا پرې کړي.





