په افغانستان کښې د استاذ ورځ ونمانځل شوه

0
195

باغي ټي وي رپورټ
هر کال په ټوله نړۍ کښې ۵ پینځم اکتوبر د استاذ ورځ په توګه نمانځل کیږي او په دې ورځ استاذانو او ښوونکو ته د ددوی د نیک کار او کوششونه په بدله کښې نیکې پیرزوینې وړاندې کیږي او د ښوونکي کار په ښو ټکوکښې ستاینه شي.

د افغانستان په هرات ولایت کښې د ترک فاونډیشن سکول کښې د یوې رنګینۍ غونډې تابیا شوې وه، په دې غونډه کښې د سکول ښځینه زده کوونکو استاذانو ته ددوی د ښه او نیک کاز په وجه نیکې پیرزووینې وړاندې کړي، ښځینه زده کوونکې د استاذانو کار ته سلامی وړاندې کړو او د استاذانو نه مننه وکړه چې دوی یو داسې معاشره جوړوی چې په هغه معاشره کښې د علم رنړا وي.
یاده دې وی چې په افغانستان کښې په طالبانو سختې نیوکې هم روانې دي چې دوی ښځینه زده کوونکې سکولونو ته نه پری ږدي ولې بل طرف ته په افغانستان کښې داسې ښځینه سکولونه پرانستې دي چرته چې افغانې جونه زده کړې کوي.
د طالبانو مشرانو د طرف نه داسې بیانونه راځي چې په ملک کښې د جونو د بیلو زده کړو لپاره انتظامات روان دي او ډیر زر به دغه سکولونو هم خپل کار شروع کړي، طالب مشرانو څو ورځې مخکښې د پاسپورټ ریاست دفتر ښځینه کاورکوونکو ته امر کړې دې چې دوی د خپلو وظیفو ته راشي.

Leave a reply