سوداګرو او دوکاندارانو د لغمان والي سره لیدلي

0
230

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د لغمان والی نن په خپل دفتر کښې یو شمیر سوداګرو او دوکاندارانو سره کتنه وکړه، دوکاندارانو والي ته خپل ستونزې مخې ته کیښودې.
په رسنیو کښې یو رپورټ خپور شوي دې، د رپورټ مطابق لغمان مهترلام هټیوالو نن د لغمان والی ذین العابدین سره ملاقات وکړ، دوکاندارانو والي د خپل اقتصادي ستونزې ورمخې ته کړې.
دوکاندارانو د والی نه غوښته وکړه چې د روان مالی او اقتصادي ستونزو له وجهې د دوکانونو کرایی ټیټې کړي ځکه په دې سخت مالی حالاتو کښې دوی نه شی کولې لوړې کرایی ورکړي.
په دې موقع د لغمان والی دوی ته ډاډ ورکړو چې ددوی ستونزي به د هوارولو کوشش وکړي شي.

Leave a reply