له افغانستان سره به بشردوستانه مرستې دوام ولري
له افغانستان سره به بشردوستانه مرستې دوام ولري
د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د یونسف (UNICEF) مؤسسې له لوړ پوړي پلاوي سره چي مشري یې د دې سازمان عمومي مرستیال عمر (عبدي) کوله او نوموړی د افغانستان د لیدنې په حال کي دئ، وکتل.
(2021 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د یونسف (UNICEF) مؤسسې له لوړ پوړي پلاوي سره چي مشري یې د دې سازمان عمومي مرستیال عمر (عبدي) کوله او نوموړی د افغانستان د لیدنې په حال کي دئ، وکتل.
په دې ناسته کي چي د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال او د دې وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود، دواړو لوریو له نړیوالو سازمانونو سره د نېکو اړیکو په څرنګوالي، د بشردوستانه مرستو په دوام او دا راز د افغانستان د ښوونیزو او روغتیایي پروګرامونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.
همدا شان د لیدني په اوږدو کي د (UNICEF) عمومي مرستیال د خپل سفر بریالي ترسره کېدو ترڅنګ له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړ.