باغي ټي وي رپورټ
دامريکا دبهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په پيښور کې دپوليس لاين په جومات دترهه گرۍ بريد په سختو ټکو کې غندلى او په دغه پيښه کې د وژل شوؤ کسانو له کورنيو سره يې خواخوږي ښودلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپل یو بیان کې ویلي چې د هغه له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي چې د بې رحمه ترهګریز برید په پایله کې خپل عزیزان له لاسه ورکړي.
هغه وويل چې د پېښې قربانيان امنيتي سرتېري دي چې خپل ژوند يې په خطر کې اچولى دى.ده په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې امريكه د اولس په ضد د هر قسمه تشدد په ضد د پاكستان سره ولاړه ده او د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د حكومت په هلو ځلو كښې ده۔
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره په منظمه توګه په تماس کې دی او ځانګړی استازی یې د افغانستان پر روان وضعیت د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی.










Leave a Reply