د ملي دفاع سرپرست وزیر او لوی درستیز د تیرې ادارې له پخوانیو جنرالانو سره لیدلي.

0
87

د ملي دفاع سرپرست وزیر او لوی درستیز د تیرې ادارې له پخوانیو جنرالانو سره لیدلي.

1 فروري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” او د مسلحو قواوو لوی درستیز قاري فصیح الدین “فطرت” د تیرې ادارې له جنرالانو او ګڼ شمیر منسوبینو سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

 

دغه لیدنه کې ډګر جنرال افضل امان، ډګر جنرال محمد زمان ” احمدزی” تورنجنرال شعور ګل، تورن جنرال نبي الله، برید جنرال فرید، ډګروال افندي، ګڼ شمیر نورو جنرالانو او د قول اردو قومندانانو ګډون درلود.

 

مولوي محمد یعقوب “مجاهد” پخپلو خبرو کې وویل زموږ او ستاسو یوازینی هدف په هیواد کې امن راوستل دي، اوس ددې وخت دی چې تیرو زخمونو ته پټۍ ورکړو، موږ باید تعصب ختم کړو او دغه تعصب ختمول اخلاص او مینې ته ضرورت لري.

اړوند موضوعات

د ملي دفاع سرپرست وزير د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تولیدي موټر څخه لیدنه وکړه.

همدا راز مولوي محمد یعقوب “مجاهد” له دوی څخه مننه وکړه د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل، ژمنه یې وکړه چې ددوی هر مشکل به حلوي او د امنیت ساتلو ډاډ یې ورکړ.

Leave a reply