د بلدیه ټاون په اتحاد ټاون سیمه کې اوسیدونکو د سوی ګاز د نه رسیدو له امله د سویی ګاز مرکزي دفتر محاصره کړی ده

0
179

باغی ټی وی رپورټ

کراچۍ: د بلدیه ټاون په اتحاد ټاون سیمه کې اوسیدونکو د سوی ګاز د نه رسیدو له امله د سویی ګاز مرکزي دفتر محاصره کړی ده

د پوليس ترمخه د بلديه ټاؤن، اتحاد ټاون او شاوخوا سيمو ګڼ شمير اوسيدونکي په بسونو او بيلابيلو ګاډو کې بار شوي وو او د ګلشن اقبال حسن چوک سره نزدې د سوئي سدرن ګيس کمپنۍ مرکزي دفتر ته رسيدلي وو او د دفتر مخې ته اوسيدونکو احتجاجي مظاهره کړې وه۔

قهرجنو خلکو د مرکزي دفتر له دیواله وتښتېدل او دفتر ته ننوتل، ډېری خلک د لویې لارې پر سر ناست وو، د اکمالاتو له نه شتون شکایتونه کېدل.

د سينئر سپرنټنډنټ آف پوليس ايسټ زبير نذير شيخ وينا ده چې د احتجاج په مهال د ممکنه ګډوډۍ په وجه د مختلفو پوليس سټيشنونو اهلکار موقعې ته رابللي شوي دي۔

Leave a reply