د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد تازه ویلي چې افغان انجونې د نور نړۍ په څیر د کار او زده کړو حق لري.

0
265

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد تازه ویلي چې افغان انجونې د نور نړۍ په څیر د کار او زده کړو حق لري.

31 جنوري 2023

 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنیه محمد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د نورې نړۍ په څېر افغان نجونې هم حق لري چې په ازاده فضا کې کار او زده کړې وکړي.

 

نوموړې ویلي چې افغان نجونې او ښځې خپله کاري ساحه او وړتیاوې په ښه ډول مدیریت کولی شي.

 

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یې له CNN سره په مرکه کې ویلي چې د نجونو د زده کړو په اړه د طالب چارواکو تر منځ اختلاف موجود دی.

 

همدا راز نوموړې ویلي چې د زده کړو ځنډول له اسلام سره په ټکر کې دي چې تر دې دمه یې د نجونو پر مخ دروازې تړلي.

اړوند موضوعات

ترکیه: له زده کړو د افغان نجونو بې برخې کول غیر اسلامي او انساني دي

نوموړې زیاتوي چې په افغانستان پر نجونو محدودیتونه برخلیک هاغسې ندي کوم چې اسلام وايي.

Leave a reply