غزل عنایت: طالبان دعوه کوي چې بدل شوي؛ خو هېڅ بدلون یې ندی کړی

غزل عنایت: طالبان دعوه کوي چې بدل شوي؛ خو هېڅ تغیر ئې ندی کړی
وتلې افغان سندر غاړې تازه په یوه مرکه کې ویلي چې افغانستان د طالبانو راتګ د موسیقي د مړینې په مانا ده.
دې ویلي چې طالبان نړیوالو رسنیو سره په مرکو کې ځان ښيي چې دوی تغیر کړی او د ښځو او بشر حقوقو ته درناوی لري؛ خو اصلاًً طالبانو هېڅ بدلون ندی کړی.
(2021 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
وتلې افغان سندر غاړې تازه په یوه مرکه کې ویلي چې افغانستان د طالبانو راتګ د موسیقي د مړینې په مانا ده.
دې ویلي چې طالبان نړیوالو رسنیو سره په مرکو کې ځان ښيي چې دوی تغیر کړی او د ښځو او بشر حقوقو ته درناوی لري؛ خو اصلاًً طالبانو هېڅ بدلون ندی کړی.
غزل عنایت له DW ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو په راتګ له افغان مېرمنو د زده کړو او کار حقوق واخستل شول او اوس د افغانو مېرمنو ژوند بندیوانو ته ورته شوی دی.
نوموړې پۀ نړیوالې ټولنې غږ کړی چې طالبان په رسمیت و نۀ پېژني او فشار پرې راوړي چې د ښځو حقوق ورکړي.
آغلې عنبات همدارنګه په افغانو مېرمنو غږ کړی چې د ننګونو په وړاندې دې ودرېږي او خپل حقوق دې تر لاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ډیریو هېوادونو د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو او بشر حقوقو ته درناوی د دوی په رسمیت پېژندلو لپاره شرط ایښی دی.





