شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ موټر باندې حمله شوې ده

شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ موټر باندې حمله شوې ده
د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان ډیورند کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځ د ګزمې په موټر باندې چاودنه شوې، چې څلورو پاکستاني پولیسوته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
(2021 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان ډیورند کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځ د ګزمې په موټر باندې چاودنه شوې، چې څلورو پاکستاني پولیسوته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه چاودنه د پاکستاني ځواکونو په موټر هغه مهال ترسره شوې چې د دوی موټر شمالۍ وزیرستان کې د ګزمې په حال کې ؤ.
دغې اعلامیه کې راغلي چې یادې چاودنه کې د پاکستان پوځ څلور سرتېري وژل شوي دي.
د دغه برید مسؤلیت پاکستانیو طالبانو پر غاړه اخستی او ویلي یې دي چې دې برید کې یې اته کسه د پاکستان عسکر وژلي دي.
په دې وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر ضد حملې ډېرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دېوړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ټي ټي پي ډلې ته د خبرو کولو وړاندیز هم وکړ؛ خو پاکستانیو طالبانو د خبرو پر ځای جګړه غوره وبلله.




