روسیې او پاکستان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدلو غوښتنه کړې
روسیې او پاکستان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدلو غوښتنه کړې
بلخوا د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې په ګډه خبري غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت ته په ډاګه کړه چې د ټولګډونه حکومت جوړولو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې او خپلو خلکو سره په کړو ژمنو باید ودرېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ترهګرۍ له منځه تګ هم یو وار بيا له افغانستان سره وتاړه او ویې ویل چې د شانگهای همکاریو تړون له لارې په دغه موخه کار کوي.
(2023 / 1 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو یوځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې خپل ولس او نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو و دريږي او ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې روسیې ته د سفر پر مهال د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په مسکو کې خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وروستیو حالاتو هم خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي بلاول بوټو زرداري د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د پاکستان د وروستیو هلو ځلو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل.
بلخوا د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې په ګډه خبري غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت ته په ډاګه کړه چې د ټولګډونه حکومت جوړولو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې او خپلو خلکو سره په کړو ژمنو باید ودرېږي.
اړوند موضوعات:
اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ترهګرۍ له منځه تګ هم یو وار بيا له افغانستان سره وتاړه او ویې ویل چې د شانگهای همکاریو تړون له لارې په دغه موخه کار کوي.