امریکايي چارواکي وېره څرګنده کړې چې په ایران کې پر دفاعي تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د اسراییلو لاس امکان دې.

0
146

باغی ټي وي رپورټ
امریکايي چارواکي وېره څرګنده کړې چې په ایران کې پر دفاعي تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د اسراییلو لاس امکان دې.

برتانوي خبري اژانس رويټرز په خپل راپور کې ويلي دي چې يوه امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې په ايران کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې ښايي اسراييل لاس ولري، خو امريکايي چارواکو په دې برخه کې د کوم تاييد او يا ترديد نه ډډه کړې ده. هغه ویلي دي چې امریکا پدې مسله کې هیڅ رول نلري.
د اسرائیلو له لوري د امریکايي چارواکو د دې خبرې د تایید یا رد لپاره کوم بیان نه دی راغلی، خو اسرائیلي چارواکو ویلي دي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ډیپلوماټیکو هڅو د ناکامۍ په صورت کې به د ایران د اټومي او میزایلو د پروګرام د بندولو لپاره بریدونه وکړي. ..

له بلې خوا د ایران د دفاع وزارت تر اوسه د دې بریدونو پړه پر چا نه ده اچولې، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ایران کې پر دفاعي تاسیساتو برید یو بزدلانه عمل بللی او دا یې په هېواد کې د ګډوډۍ د خورولو هڅه بللې ده. خو د ایران د ولسي جرګې غړي عبدالله میرزي په یوه تلویزیوني پروګرام کې ویلي، داسې ګونګوسې شته چې اسراییل په دې برید کې لاس لري.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ايران په مرکزي ښار اصفهان کې پر دفاعي تاسيساتو له بريد وروسته، ايراني چارواکو ويلي وو، چې ايران پر دفاعي تاسيساتو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه شنډ کړي او په پايله کې يې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ایران د خبري اژانس د راپور له مخې د دفاعي تاسیساتو د برید لپاره مایکرو بیرډونه کارول شوي وو، چې یو مایکروبرډ د هوايي دفاع له خوا ویشتل شوی او دوه یې چاودلي دي.

Leave a reply