په افغانستان کې د ساړه سختې څپې دوام لري او په روانه میاشت کې د سخت ساړه له امله د مړو شمېر ۱۶۶ ته رسېدلی دی.

0
71

باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د ساړه سختې څپې دوام لري او په روانه میاشت کې د سخت ساړه له امله د مړو شمېر ۱۶۶ ته رسېدلی دی.

د افغانستان په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه منفي ۳۳ درجو ته راښکته شوې او ژوند په ټپه درېدلی دی.

افغان چارواکي وايي، تېره اوونۍ په هېواد کې د سختې یخنۍ له امله ۸۸ کسان مړه شوي او تر دې دمه د یخنۍ له امله د مړو شمېر ۱۶۶ ته رسېدلی دی.

د چارواکو په خبره په دې وروستیو کې مرګ ژوبله د سېلابونو او اورښتونو له امله وه، چې له ګرمو ګازو د وتلو له امله رامنځته شوې، د سړې هوا پر مهال ۱۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ۸۰ زره څاروي وژل شوي دي.

مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړو نیمايي یې د خوړو له کمښت سره مخ دي، چې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان یې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

Leave a reply