د کراچۍ په اتحاد ټاون سېکټر 9D کې پوليسو د رېنجرز يو جعلي افسر نيولی چې خلکو ته يې د دندو ورکولو په نوم دوکه ورکوله

0
89

باغی ټی وی رپورټ
د کراچۍ په اتحاد ټاون سېکټر 9D کې پوليسو د رېنجرز يو جعلي افسر نيولی چې خلکو ته يې د دندو ورکولو په نوم دوکه ورکوله.

ايس ايس پي کيمري فدا حسين جانوري وئيلي دي نيولي شوي ملزم خلکو ته د نوکري ورکولو په بهانه پيسې اخستي دي.

ده ووئيل ملزم د رېنجرز يونيفارم اغوستې په سيمه كښې ګرځېدل چې د اطلاع په ترلاسه كولو د اتحاد ټاؤن پوليس كاروائي وكړه او ملزم يې ونيولو۔

پوليس زياتوي چي د ملزمانو خلاف د سيکشن 170/171 لاندې مقدمه درج کړې شوې ده۔

Leave a reply