د کورنيو چارو وزارت مشرتابه یو لوړپوړي پلاوي نورستان ولایت ته د ولسونو د ستونزو د اوریدو په موخه سفر کړی.

د کورنيو چارو وزارت مشرتابه یو لوړپوړي پلاوي نورستان ولایت ته د ولسونو د ستونزو د اوریدو په موخه سفر کړی.
28 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د مشرتابه یو لوړپوړي پلاوي تیره ورځ د هیواد مشرقي ولایت نورستان ته سفر ترسره کړی.
خبر زیاتوي چې په پلاوي کې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال ” مولوي محمد نبي عمري”، اداري مرستيال “مولوي نور جلال جلالي” او يوشمېر نظامي او ملکي مسوولينو ګډون درلود.
اړوند موضوعات
عامې روغتیا وزارت: د نورستان ولايت کامدېش ولسوالۍ کې یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت لومړي مرستیال “عمري” دياد سفر موخه د نورستان د ولسونو د ستونزو د اوريدلو ترڅنګ ددغه ولايت د “کانتيوا” او “وايګل” سيمو خلکو لپاره ددوه نويو ولسواليو منځته راتلو په اړه له ځايي ولسونو سره سلامشورې وګڼلې.






