اسلامي امارت د نړیوال بانک له راپور هرکلی کړی او ویلي دي چې نړیوال دې له افغانستان سره د پراختیایي پروژو په تمویل کې ګام واخلي.

اسلامي امارت د نړیوال بانک له راپور هرکلی کړی او ویلي دي چې نړیوال دې له افغانستان سره د پراختیایي پروژو په تمویل کې ګام واخلي.
28 جنوري 2023
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې نړیوال سازمانونه دي په افغانستان کې د بې وزلۍ د کچۍ د راکمولو او د اقتصادي وضعیت د لا ښه والي په موخه په هیواد کې د پراختیایي پروژو په تمویل کې ګام واخلي.
یاده اعلامیه چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور چې پکې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه خپور شوی وه، د هرکلي په تړاو نشر شوې وه، پکې راغلي چې ” د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د وروستي خپاره شوي راپور د ټولو مثبتو او پر واقعیتونو بناء ټکو هرکلی کوي او دغه اقدام د افغانستان د حقیقي پرمختګ او اقتصادي خوځښت په برخه کې یو واضح انځور ګڼي چې نړۍ ته یې وړاندي کړی.”
د نړیوال بانک لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ۲۰۲۱ میلادي کال په پرتله اقتصادي وضعیت ښه وه، بهر ته او د دغه کال په ۹ میاشتو کې یې ۱.۷ ملیارد ډالرو په ارزښت توکي ته صادر کړي وه. دغه راز په راپور کې راغلي چې د خوراکي توکو او نفتي موادو بیې ټیټي شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندي د افغانیو ارزښت ثابت پاتې شوی.
له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت باور لري که چیري د افغانستان پر بانکي سکتور شته بندیزونه ختم او د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده شي، د هیواد اقتصادي وضعیت به له دې هم د ښه والي او استحکام په لور ګړندي ګامونه واخلي او بار به یې د نړیوالي ټولني له اوږو سپک شي.
اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو غواړي چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه یاد کړي چې په افغانستان کې ترسره شوي دي، په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې، تر څو نړۍ په دې برخه کې د افغانستان له حقیقي وضعیت څخه خبره شي.
اړوند موضوعات
دغه راز اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان اسلامي امارت پر ټولو نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو غږ کوي چې له افغانستان سره د پراختیایي پروژو د تمویل او هغه پروژې چې د نړیوالو سازمانونو لخوا تمویلېدې خو د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو څخه وروسته یې کارونه نیمګړي پاتي شوي، د بېرته پیل او د چارو د بشپړېدو په برخه کې یې ګام واخلي چې په پایله کې به یې د بې کارۍ کچه راکمه او د هیواد پر اقتصادي وضعیت به لا ډېر مثتب تاثیر ولري.






