اداري کمیسیون غزني ولایت کې د اسلامي ثقافت د مرکز رامنځته کولو په اړه هر اړخیز بحث ترسره کړی.
اداري کمیسیون غزني ولایت کې د اسلامي ثقافت د مرکز رامنځته کولو په اړه هر اړخیز بحث ترسره کړی.
27 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه نن په ارګ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د کمېسيون ټولو غړو حضور درلود، په غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز د ملکيتونو لېږد، ساتنې او څارنې پر موضوعاتو بحث وشو.
همداراز د چارو ادارې استازي په مشرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ، ښار او کور جوړولو او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او غزني ښاروالۍ استازو څخه جوړ شوي پلاوي خپل راپور اداري کمېسيون ته وړاندې کړ.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمیسیون غونډه کې پر مهمو مسائلو هر اړخیز بحث ترسره شو.
همدا راز د لا زياتو ارزونو او ګټورو پايلو ته د رسېدو په موخه د اداري کمېسيون له منځه يو پلاوي وګمارل شو، ترڅو په غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز له نږدې وګوري او د نهايي تصميم نيولو لپاره پايله اداري کمېسيون ته وړاندې کړي.
حماد