باغی ټي وي رپورټ
پاکستان څخه ۲۵ موټرسایکل سپاره د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلي دي.
له پاکستان څخه ۲۵ موټرسایکل سواران د عمرې ادا کولو لپاره ریاض ته رسېدلي چې هلته د پاکستان سفیر امیر خرم راتور او چارواکو هرکلي وکړ.
د پاکستان سفارت د بایسکل ځغلونکو لپاره یوه استقبالیه جوړه کړه چې پکې دوی ته اعزازي شیلډونه هم ورکړل شول.
دغه کاروان چې د جنورۍ په شپږمه نېټه له لاهور څخه پيل شو، ۱۵ ورځې به په سعودي عربستان کې پاتې شي، د پاکستاني موټرسايکل سپرو يوه ډله به نن د عمرې لپاره مکې مکرمې ته ځي.
Pakistani bikers group reached Saudi Arabia, they started their journey from Lahore 16 days ago. pic.twitter.com/5OmlenXdTV
— Shiraz Hassan (@ShirazHassan) January 24, 2023