په سندهـ کې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۰ سلنه پېښې له کراچۍ څخه راپور شوي دي

0
48

باغی ټي وي رپورټ
په سندهـ کې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۰ سلنه پېښې له کراچۍ څخه راپور شوي دي.

د سند د بشري حقونو کمېشن د جنوري 2021 څخه تر جون 2022 راپور خپور کړ. د راپور له مخې په سندهـ کې د یو نیم کال په موده کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۴۸ شکایتونه ترلاسه شوي دي.

د راپور له مخې، له ښځو سره د ډله ییز جنسي تیري ۲۲ شکایتونه ثبت شوي، چې ۱۶ یې د قتل، ۵ د جنسي تیري او ۷ د ورکیدو پېښې ثبت شوي دي.
د حیدر آباد په یو ځايي هوټل کې د یوې دستورې په مهال د کمېشن چیئرپرسن جسټس رټائرډ ماجده رضوي د مشر مېلمه سره د سنده هائي کورټ جسټس ندیم اختر د کال 2021 او 2022 کلنۍ رپورټ پرانست.

د کلني راپور له مخې، کمیسیون د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې ۷۳۸ شکایتونه حل کړي دي.

په کراچۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۰ سلنه پېښې ثبت شوي، د بشري حقونو د سرغړونو ۲۲۱ پېښې په کراچۍ، ۴۹ په حیدراباد او ۴۶ په سکر کې ثبت شوې دي.په تیر یو نیم کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۴۸ شکایتونه، له ښځو سره د جنسي تیري ۲۲ شکایتونه، د ښځو د ځورونې ۱۷ او د تښتونې ۱۱ شکایتونه کمیسیون ته رسیدلي دي.

د راپور له مخې، د راپور له مخې په دغه کمېسیون کې د ښځو د وژنې ۱۶، د جنسي تېري ۵ او د ورکېدو ۷ شکایتونه ثبت شوي او د کورني تاوتریخوالي ۲۱ پېښې ثبت شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیاتې دي.

د رپورټ ترمخه د سندهـ پوليسو په ضد 447 شکايتونه ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې کميشن ته د پاکستان بيت المال، زکات او عشر رياست، K اليکټرک، حيسکو او نورو حکومتي څانګو په ضد هم شکايتونه ترلاسه شوي دي.

Leave a reply