نامتو دیني عالم او د المدارس العربیه مشر مفتي تقي عثماني ویلي، د پاکستان د دولت پر ضد وسله وال اقدام حرام او ښکاره بغاوت دی، پاکستاني علما د هېواد پر ضد د هر ډول وسله وال اقدام ملاتړ نه شي کولای.

0
89

باغي ټي وي رپورټ
نامتو دیني عالم او د المدارس العربیه مشر مفتي تقي عثماني ویلي، د پاکستان د دولت پر ضد وسله وال اقدام حرام او ښکاره بغاوت دی، پاکستاني علما د هېواد پر ضد د هر ډول وسله وال اقدام ملاتړ نه شي کولای.

په اسلام اباد کې د پاکستان د پیغام ملي کنفرانس جوړ شو، چې د هېواد مخکښو علماوو، امامانو او سیاسي مشرانو پکې ویناوې وکړې.

د پاکستان د ملي کنفرانس په اعلاميه کې ويل شوي چې د پاکستان پيغام د قرآن او سنتو، د پاکستان د اساسي قانون او د پاکستاني ملت د اجتماعي فکر انعکاس دى، د پاکستان پيغام بايد د ملي اسامبلې له خوا تصويب شي. مشرانو جرګه او د پاکستان پیغام باید په هېواد کې د یوې پالیسۍ په توګه پلی شي.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې په هرډول دليل د پاکستان له اسلامي حيثيت څخه انکار سم نه دى، د حکومت، پوځ او يا امنيتي ادارو د مسوولينو غيرمسلمان اعلانول د شريعت او قانون خلاف کار دى او پر وړاندې يې وسله وال اقدام دى، نوموړی وایی چې دا د شريعت او قانون خلاف هم وي، د شريعت د تطبيق په نوم له دولت سره د زور استعمال يا ټکر منع دی.

اعلاميه کې زياته شوې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې علما او امامان له دولت، پوليسو، فوځ او ټولو ادارو سره ولاړ دي، خو د يوې نظريې پر نورو د تپلو طريقه ناروا ده، چې د ترهګرو او فرقه يي تنظيمونو لخوا ورته تش په نامه جهاد ويل کېږي ناروا او ناقانونه دې.

Leave a reply