باید ځوانان زده کړو ته وهڅول شي: شاهین

0
183

باغي ټي وي رپورټ
د هیواد پوهنتون موسس او د ړنګ شوي حکومت د اولسي جرګې د دیني چارو او لوړو زده کړو کمیسون ریس حاجي امیر ګل شاهین ویلي دي چې افغانان د سختو اقتصادي او رواني فشارونو سره مخ دي.
شاهین وایی چې به خاصا توګه نن سبا په افغانستان کښې ځوانان تعلیم یافته نسل د ژوند ترخې ورځې تیروي. په ورځپانړه وحدت کښې چاپ یو رپورټ مطابق نوموړی په کابل کښې د هیواد پوهنتون د ریس قاضی الیاس مدني په ملبیا یوې خبري ناستې ته وویل په اوسنیو حالاتو کښې چې بر محصلینو او کورنیو ی هم اقتصادی او رواني فشارونه زیات دي، د پوهنتونو مسولینو ته پکار دي چې که په هر ډول کیږي محصلین زده کړو ته و هڅوي او ددوی ستونز درک کړي.
هغه اوویل چې زه د هیواد پوهنتو د یو موسس په توګه د زده کوونکو ستونزې درک کولې شمه، هغه زیاته کړه چې نارینه زده کوونکو ته مو تخفیف اعلان کړې دې او هغه خویندې چې په شرایطو برابرې وی او غواړي زده کړې جاري وساتي ،کولې شي په هیواد پوهنتون کښې ۴ څلور کاله ویړیازده کړې وکړي.
یاده دې وی چې د هیواد پوهنتون موسس دا بیان داسې وخت کښې راغلې دې چې د افغانستان اسلامی امارت مشرانو ښځینه د پاسپورټ ریاست کارمندانو ته امر کړې چې دوی وظیفې ته واپس راشي، دې سره په کابل او نور سیمو کښې د افغان اولس د طالبانو په اړه سوچ کښې تغیر راغلې او وس داسې فکر کوي چې د اسلامی امارت مشرانو هم د ښځو ده زده کړې او د کارکسب کولو په خلاف نه دي.
د بشري حقونو لپاره آواز اوچتوونکي مشرانو او غړي او د نړۍ هیوادونو نمایندګان او مشران هم د طالبانو غوښتنه کوي چې دوی دې په ښځو پابندۍ نه لګوي چې په ښځو د علم حاصلولو دروازې بندې کړي او دوی وظیفه کولو ته هم نه پرې ږدي، دوی وایی چې د ښځو سره ډیر ظلم دې، بل طرف طالب مشرانو وایی چې دوی به ښځوته حقونه د اسلام شریعت په چوکاټ کښې ورکړي.

Leave a reply