په کابل کښې د طالبانو په ملاتړ کښې غونډه شوې ده

0
225

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د افغانستان اسلامی امارت په ملاتړ او حمایت کښې یوه ستره غونډه شوې ده ، په دې غونډه کښې په ګنړ شمیر کښې طالب مشرانو ، د نوی حکومت وزیرانو، ولایتي مسولینو، د اولسي جرګې استازو او نور مشرانو شرکت وکړو.

د پایه تخت کابل نه چاپ شوي یو رپورټ مطابق د کابل په کوه دامان کښې یوه لویه غونډه د امارت اسلامی په ملاتړ کښې ترسره شوې، په دې غونډه کښې جهادي کمانډران ، د طالبانو مشرانو ، د نوي حکومت سرپرستو وزیرانو ، قومي مشرانو او د امیر انور خان په سلګونو پلویانو برخه اخستې وه.
دې لوی غونډې ته د حکومت پخواني اولسي جرګې ځوان غړي حاجي عبدالراوف شپون په خپله وینا کښې په افغانستان کښې د پردي اشغال په ختمیدو، د سیکولرانو د نظام په ړنګیدو او د اسلامي امارت په بریا څو اړخیزې هبرې وکړي چې د غونډې د ګډون والو له خوا د الله اکبر په نعرو بدرګه شوي .
شپون اوویل چې وس افغان اولس ته اطمینان ورکوو چې په افغانستان کښې به بیا د سیکورانو حاکمیت را نه شی او نه به دا هیواد بیا اشغال شي، دوی اوویل چې دې پاکې د شهید پالې خاورې ته به د سیکولرانو قدم بیا پرې نه ږدو او نه به ورته اجازت ورکړو.
دوی اوویل چې په دې هیواد کښې مو ډیرنظامونه تجربه کړل، د ډیر دیانت او ایماندارۍ او فسادونه مو ولیدل او دا هیواد او اولس ی د ډیر کړاو او بحران سره مخ کړې وو، وس د الله تعالی شکر دې چې هغه فسادیانو غاصبینو نه الله تعالی خلاص کړو.
شپون وویل چې د افغانستان امارت اسلامی مشرانو د عمومي غفوې به اعلان ددې اولس زړونه وګټل خو په طالبانو ی غږ وکړل چې د ګټل شوي زړونه مات نه کړې او د ترخو تجربو سبق واخلي چې بیا هغه غلطي او ترخې تجربې وه نه کړې چې دلته بیا یو جنګ او نا امني پیل شي.

Leave a reply