د ترهګرۍ ضد عدالت نقیب الله محسود قتل کیس کې د راو انوار په ګډون ټول تورن کسان بري کړي دي

0
92

باغی ټی وی رپورټ
د ترهګرۍ ضد عدالت نقیب الله محسود قتل کیس کې د راو انوار په ګډون ټول تورن کسان بري کړي دي.
د ترهگرۍ ضد محکمې په خپله فیصله کې ویلي چې څارنوالۍ د تورنو کسانو پرضد تورونه ثابتولو کې پاتې راغلي دي.

عدالت د راؤ انوار، ډي ايس پي قمر احمد، امان الله مروت او نورو په شمول ټول ملزمان بري کړي دي.

ياده دې وي چې نقيب الله محسود او نور کسان د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په ۱۳مه په يوه جعلي مقابله کې وژل شوي وو، پوليسو ويلي وو چې د وژل شوو څلورو کسانو تعلق له کالعدم تحريک طالبان وو.

د نقیب الله محسود کورنۍ د پولیسو موقف رد کړی او سپریم کورټ پخپله د پېښې نوټس اخیستی دی.

په دې اړوند مقدمه کې د پخواني ايس ايس پي راو انوار په ګډون ۱۸ تورن کسان د ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۲۵ مه تورن کړل شوي وو، د ترهګرۍ ضد عدالت د ۵۱ ګواهانو بيانونه ثبت کړل.

د نقیب الله محسود قتل کیس کښې راو انوار او پخوانی ډي ایس پی قمر احمد په ضمانت خوشي شوي دي او ۱۳ ملزمان په جېل کښې دي.

مقدمه کښې د پخواني ایس ایچ او امان الله مروت په شمول ۷ ملزمان فرار دي.

د وروستي دلائل بشپړيدو وروستو عدالت د جنورۍ په 14مه نيټه د مقدمې په اړه خپله فيصله محفوظ کړې وه

Leave a reply