د ملک مختلفو برخو کښې د باران او يخنۍ له وجې اکثره سيمې او خلق د سختې يخنۍ له وجې بد اغیزمن شوې دي

0
56

باغی ټی وی رپورټ
د ملک مختلفو برخو کښې د باران او يخنۍ له وجې اکثره سيمې او خلق د سختې يخنۍ له وجې بد اغیزمن شوې دي۔

د آزاد کشمیر په نیلم وادۍ کښې له دریو ورځو راهسې واوره شوې ده، په ګریس ویلی کښې درې فوټه، کیل کښې دوه فوټه، شارده کښې دوه فوټه واوره شوې ده او مواصلاتي لارې بندې شوي دي.

د مانسهره ضلعې تفريحي ځايونه: تر دې دمه په شوګران کښې يو فوټه، په کاغان کښې 20 فوټه، ناران کښې 2 فټه واوره ورېدلې ده، په شوګران کښې پاره منفي يو او په ناران کښې منفي شپږ ته راښکته شوې ده.

د ملکې کوهسار مرۍ پشمول ايبټ آباد کښې باران او واوره په عارضي توګه بنده شوې ده ولي د واوره وريدو له وجې په بالابلو کښې يو شمير نښلونکې سړکونه بند شوي دي۔

د توبې اڅکزۍ، توبه کاکړي، کنجوګي کې د ۵ فټه واورو له امله مواصلاتي لارې بندې شوي، امدادي ډلې د واورو وریدو له امله تړلې لارې د خلاصولو لپاره د سخت موسم سره مخ دي.

د سوات دره، کرم، استور، غذر، دیامر په شمول په ګلګت بلتستان کې د پرله پسې واورو وریدو له وجې هر څه په سپینه خولۍ پوښل شوي دي، د سختې یخنۍ له وجې خلک خپلو کورونو ته کډه شوي دي.

بل لوري ته د سندهـ په مري نومي ګورخ هيل سټيشن کې د دوه کالو وروستو د لږې واورې ورېدو له وجې موسم په زړه پورې شوى اؤ د يخنۍ شدت هم زيات شوى دى.

Leave a reply