د پښتنو لیکوالانو لپاره امن ایوارډ کال ۲۰۲۲، د نوي ژوند ادبي،کلتوري او فلاحي تنظیم اسلام آباد د کابینې یوه مهمه غونډه ترسره شوه

0
135

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بیلا بیلو برخو پښتنو لیکوالانو لپاره د نوي ژوند تنظمی له لوري د امن ایوارډ کال ۲۰۲۲ په اړه یوه مهمه غونډه ترسره شوه.
دا مهمه غونډه دنسیم مندوخیل ، چیئرمین نوے ژوند په مشرۍ کښې د عظیم خان وطنیار سټوډیو رحمان آباد مري روډ راولپنډۍ په دفتر کښې تابیا شوې وه، تلاوت قرآن پاک راج ولي خان مروت وکړو، او د غونډې نظامت وائس چیئرمین نوے ژوندنجیب الله خان خټک او پخوانی مشر سیکتر او اوسنی خازن ترسره کړو.

ددې غونډې ایجنډا دا وه چې په راروان د امن ایوارډ کښې په کوم ډول پښتنو لیکوالانو لپاره ایوارډونه چمتو کړو، دې ته هم کتنه وشوه چې د امن ایوارډ لپاره نوي ژوند کلتوري او فلاحي تنظمی ته د څومره پیسو اړتیا ده.

د کابینې ملګرو په شریکه دا او وئیل چې دا دوهم کال دی چې موږ به د نوي ژوند امن ایوارډ دستوره کوو خو دې ځل به نړۍ ته د تهیټر په صورت کښې د پښتون قام د امن څهره ور ښکاره کوو چې موږ ترهه ګر نه یو بلکه موږ خو امن پرست او مینه کوونکی قام یو. .
د کابینې غړیو دا اعلان هم وکړ چې انځور ګر دې موږ ته خپل جوړ کړي انځورونه را ولیږي چې انځورګر جج صاحبان د ړومبی دوهم او درېیم ایوارډ ګټونکي انځورګرو نمونه راته تجویز کړي او له تهیټر سره سره به د هغه انځور ګرو جوړ کړي انځورونه نړۍ ته ښکاره کوو چې په پښتانه کلتور یې جوړ کړي وي.
د اجلاس په پای کښې د دستورې جوړولو د نېټې په اړه دا پریکړه و شوه چې ججانو ته به خواست کوو چې که څومره زر تاسو د کتابونو د سیالۍ ګټونکیو کتابونو نمونه راکړل نو هغومره زر به موږ د دې پرتمینې دستورې د نېټې او ځای اعلان و کړو .

د نوي ژوند تنظمی د مشرانو سره سره په دې دستوره کښې عظیم خان وطنیار، د کلتور سیکتر نوے ژوند, اکرام خان ګدون د کلتور کشر سیکتر او حذېفه احمد خان ډپټي پریس سیکتر نوے ژوند، نجیب الله خان خټک پخوانی مشر سیکتر/ اوسنی فنانس سیکتر نوے ژوند او راج ولي خان مروت وائس چیئرمین نوے ژوند ګډون وکړو.
ټولو مشرانو ژمنه وکړه چې دا ځل به هم د امن ایوارډ دا دستوره کامیابوي او د پښتنو لیکوالانو،شاعرانو او فنکارانو د خوصلې لوړولو لپاره به داسې نور ګامونه هم پورته کوي.
…………………………

Leave a reply