پاکستان په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی په کلکه غندلی دې

0
116

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان په سویډن کې د قران کریم سپکاوی په کلکه غندلی دی.

د خارجه دفتر وياند ووئيل د قرآن كريم بې حرمتي د يو نيم اربه مسلمانانو مذهبي جذباتو ته صدمه رسولې٬ د مسلمانانو مذهبي جذباتو ته زيان رسول د بيان د ازادۍ په حق كښې نه راځي۔
دخارجه دفتر وياند زياته کړې ده چې دبشري حقونو مشران دې د کرکې او نفرت دمخنيوي ذمه واري په غاړه واخلي، دبشري حقونو مشران دې ذمه واري واخلي چې خلک تشدد ته نه هڅوي، اسلام دامن دين دى.

وياند ووئيل د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ مسلمانان د ټولو مذهبونو په احترام باور لري۔

د یادولو وړ ده چې د سویډن او ترکیې ترمنځه په ناټو کې د غړیتوب په اړه کړکیچ شتون لري. سویډن غواړي له ناټو سره یو ځای شي، خو ترکیه یې د تېر کال له مې میاشتې راهیسې مخالفت کوي.ترکیه وايي، سویډن باید لومړی د ترکیې د ولسمشر طیب اردوغان او د کردانو پر مشرانو نیوکه کوونکي له دندو ګوښه کړي، خو سویډن یې دا غوښتنې نه مني.

په همدې حال کې د سویډن د ښي اړخي افراطي ګوند مشر راسموس پلوډین اعلان کړی چې د شنبې په ورځ به په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته مظاهره وکړي او د قران کریم د سوځولو پلان لري.

د سويډن چارواکو راسموس ته د قرآن کريم د سپکاوي اجازه ورکړې وه، چې پر ترکيې هم سخته غوسه څرګنده شوه، په داسې حال کې چې د سويډن سفير په دوو ورځو کې دوه ځلې احضار شو او احتجاج يې ثبت کړ.

Leave a reply