دخيبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې د ډهیري زرداد پوليس په پوسته وسله والو بريد کړى چې په نتيجه کې يې دوه پولیس اهلکار وژل شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
دخيبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې د ډهیري زرداد پوليس په پوسته وسله والو بريد کړى چې په نتيجه کې يې دوه پولیس اهلکار وژل شوي دي.
دلته دا خبره مهمه ده د زیارت په ورځ په ضلع خیبر جمرود کښې ترهګرو په یوه پوسته ځانمرګي برید کړې وو، دوه پولیس ی وژلي وو.
د چارسدې د ضلعي پوليس افسر (ډي پي او) وينا ده چې ترهګرو د پوليسو په پوسته ډزې کړي چې په نتيجه کې يې درې پوليس ژوبل شوي چې روغتون ته رسول شوي دي.
ډي پي او زياته کړه چې په ژوبل شويو پوليسو کې دوه تنه وژل شوي او يو ټپي پوليس په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
دخيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې دترهه گرۍ په تازه پيښو کې دپوليسو اؤ امنيتي ځواکونو په گډون په لسگونو کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي. دا خبره هم مهمه ده چې یو شمیر ترهګر امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي هم دي.
دا خبره د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو اولس ددې ناامنې او ترهګریز پیښور له امله سخت اندیښمن شوي دي او اولس غوښتنه کوي چې د هیواد سیکوریټي ادارې او امنیتي ځواکونه دې د ترهګرو په ضد سخت ګامونه واخلي.