د سندهه صوبې په ګوټکي او اوباڑو سيمه کې د وسله والو ډاکوانو او غلو پر ضد زمکني عمليات روان دي

0
157

باغی ټي وي رپورټ
د سندهه صوبې په ګوټکي او اوباڑو سيمه کې د وسله والو ډاکوانو او غلو پر ضد زمکني عمليات روان دي.

په دې اړه د پولیسو سینیر سپرنټنډنټ (ایس ایس پی) تنویر تنویر وویل چې غله عصري وسلې لري، او پولیس عصري وسلې G3 لري، د غلو د وسلو رینج 3 کیلومتره او زموږ د وسلو رینج 500 متره دی.
ده ووئيل د غلو په ضد عملياتو كښې جغرافیائي موقعیت لويه ستونزه ده٬ د ډرون پشمول د عصري وسلو لپاره 2 ارب 85 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔

ايس ايس پي زياته کړه چې دډرون په شمول جديد وسله به راتلونکې مياشت راورسيږي او په راتلونکو دوه مياشتو کې به دتندلارو په ضد موثره کارروائي کولى شي.

د ډي پي او رحيم يار خان په وينا د ډاکوانو ستونزه 30 کاله پخوانۍ ده، په رحيم يارخان کې کومه خامه سيمه نه ده، د کشمور، راجن پور او گھوټکي په خامو سيمو کې غله شته، چې اوس يې د تښتونې دا دودونه پريښي دي.

Leave a reply