د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د قومي اسمبلۍ یوه غړي سپیکر ته یو لیک استولی چې پکې یې د استعفا د نه منلو غوښتنه کړې ده

0
199

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د قومي اسمبلۍ یوه غړي سپیکر ته یو لیک استولی چې پکې یې د استعفا د نه منلو غوښتنه کړې ده.

د پي ټي ائي اسمبلۍ غړي ناصر خان موسی زي د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف ته خط ليکلی دی.

په ليک کې ناصر خان موسى زي د قومي اسمبلۍ له سپيکر نه د استعفا غوښتنه کړې ده. ناصر خان وايي، د سپیکر دفتر د استعفاګانو په مسله ښه خبر دی، زه د استعفی کوم نیت نه لرم.

ناصر خان د تحریک انصاف په ټکټ د این اے 29 (پیښور-III) نه د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو. ياده دي وي چي نن د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف د پاکستان تحريک انصاف د 35 نورو غړو استعفي منلي ده۔

څو ورځې وړاندې د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د پاکستان تحریک انصاف د ۳۴ غړو او د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید استعفاوې منلې وې.

د دې نه علاوه د قامي اسمبلۍ سپيکر د ۲۰۲۲م کال په جولائي کې د پي ټي ائي د قومي اسمبلۍ د ۱۱ غړو استعفاوې منلې وې چې پکې د کراچۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي شکور شاد په عدالت کې درخواست جمع کړی ؤ او خپله استعفا يې بيرته اخستې وه .

تر اوسه د پاکستان د تحریک انصاف ۷۹ استعفاوې او د شیخ رشید یوه استعفا منل شوې ده.

Leave a reply