پیښو سره د مبارزې وزارت د ملګرو ملتونو دفترونو له استازو سره د ژمنیو مرستو او زیانونو د مخنیوي په اړه غونډه ترسره کړی.

0
247

پیښو سره د مبارزې وزارت د ملګرو ملتونو دفترونو له استازو سره د ژمنیو مرستو او زیانونو د مخنیوي په اړه غونډه ترسره کړی.

19 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د یوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د یاد وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو او نورو خیریه مؤسسو سره د ژمنیو مرستو او د یخنۍ له امله د احتمالي زیانونو څخه د ژغورنې په اړه بیړنۍ غونډه ترسره شوې.

په دې غونډه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ملا عباس اخند د ملي او نړیوالو موسسو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو له بشري مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ورښتونو، واورو او سړې هوا له امله تر اوسه ۲۶ کسان شهیدان او ۷۰ زره څاروي لمنځه تللي دي، نو پکار ده چې د لا زیاتو انساني او څارویو د زیانونو د مخنیوي لپاره بشري مرستې ترسره شي.

 

نوموړي ووېل چې د ژمي له پيل څخه تر اوسه د موسسو په همکارۍ څه باندې ٥٠٠ زره کسانو ته بشري مرستې وېشل شوې دي او زياته يې کړه، چې د سړې هوا له امله احتمالي
پېښو ته د رسېدنې په موخه ١٥ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکي به د هېواد ۱۳ ولایتونو ته ولېږدول شي.
الحاج ملا محمد عباس اخند، د پامیریانو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د پامیریانو د کورونو، ښوونځیو، روغتونونو او نورو ستونزو د هواري په برخه کې یې د ملګرو ملتونو دفترونو
او موسسو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 

هغه په هېواد کې په راتلوونکو ورځو کې د هوا د لاسړېدو څخه د يادونې ترڅنګ وويل: د بشري مرستو د دوام او د مرستو د رسولو د بهير د چټکتيا او د مرستو د ښه مديريت او د مرستو په رسولو کې د روڼتيا د رامنځته کېدو په موخه يې د دغه
وزارت او ملي او نړیوالو موسسو ترمنځ پر همغږي یې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو دفترونو همدا راز د ۹۶۵ زره کسانو سره د مرستو د ویش خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه چې نیږدې وخت کې به یې ویش پیل شي.

ورپسې د IOM، DRC او UNHCR دفترونو استازو د خپلو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ۱۳۰ زره کورنیو سره بشري مرستې شوي دي او ژمنه یې وکړه چې خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

د خوړو نړیوال سازمان او د
هستوګنې لپاره د آقا خان دفتر د خپلو فعالیتونو او دندو په اړه خبرې وکړې او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

اړوند موضوعات

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو نیږدې وخت کې ۹۶۵ زره کسانو ته د بشري مرستو رسولو خبر ورکړی.

 

د غونډې په پاۍ کې د پامیریانو د مشکلاتو هوارېدو، د هوا سړېدو له امله زیانمنو ته په وخت رسېدنه او د پېښو وزارت او ملي او نړیوالو موسسو ترمنځ پر همغږي باندې ټینګار وشو.

Leave a reply