پاک افغان پوله د سپین بولدک په مقام وتړل شوه

0
67

باغي ټي وي رپورټ
د پاک افغان پوله سپین پولدک د هر قسم ټریفک د تګ راتګ لپاره وتړل شوه، د رسنیو مطابق پوله د افغان چارواکو له طرف نه جاري شوي بیان پس د تړلو امر شوي دې.

د پاکستان په اسلام آباد کښې میشت یو خبریال طاهر خان په خپل ټویټر پانړه لیکی چې د سپین بولدل پوله د طالبانو د طرف نه تړل شوي اوی طالب مشران وایی چې د پاکستان سره په دې اړه خبرې کوي چې د افغان مریضانو او نورو وګړو ته ډیر تکلیف دې .
څو ورځې وړاندې هم د پاک افغان پوله تورخم په د څه وخت لپاره وتړل شوه، یاده دې وی چې د پاکستان حکومت د این سي او سي اداري د امر نه پس د کورونا د مخنیوي لپاره په پاک افغان پوله سفري بندیزونو لګول شوي دي، د میی میاشتې نه صرف پاکستانیان د افغانستان نه پاکستان ته راتلۍ شي او هم دغه شان افغانان د پاکستان نه افغانستان ته داخلیدۍ شي.
د امر مطابق صرف هغه افغانان مریضان پاکستان ته راتلۍ شی چې دوی اسناد ولري او غواړي چې پاکستان ته د علاج لپاره سفری وکړي، خو د پولې سرچینو مطابق په ډیر کم شمیر کښې افغان مریضانو ته اجازت ورکول کیږي چې پاکستان ته سفر وکړي.
افغانان دا غوښتنه کوي چې د مریضانو د شمیره دې زیاته کړې شي چې دوی وکولې شی چې په ګنړ شمیر کښې افغانان پاکستان ته د علاج لپاره راشي.

Leave a reply