د سينئر وکيل او د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن پخواني صدر عبداللطيف آفريدي په قتل کښې ککړ ملزم په دوه ورځو جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړے شوے دے

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د سينئر وکيل او د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن پخواني صدر عبداللطيف آفريدي په قتل کښې ککړ ملزم په دوه ورځو جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړے شوے دے۔
پوليس ملزم عدنان عاصم آفريدي په سخت سيکورټي کښي د جوډيشل مجسټريټ بدرانير عدالت ته وړاندي کړے وو، پوليس د جوډيشل مجسټريټ نه د ملزم عدنان آفريدي د جسماني ريمانډ غوښتنه اوکړه۔

پوليس عدالت ته ووئيل چې ملزم په ابتدائي تحقيقاتو كښې په خپل جرم اعتراف كړې او د قتل علت يې شخصي دښمني ښودلې ده٬ د نورو پلټنو لپاره د ملزم جسماني ريمانډ ته اړتيا ده۔ ځايي محکمې د پوليسو غوښتنه ومنله او تورن يې د دوو ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته وسپارل.

Leave a reply