په صومالیا کې پر پوځي اډې د ترهګریز برید په پایله کې د اډې د قومندان په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي

0
162

باغی ټي وي رپورټ
په صومالیا کې پر پوځي اډې د ترهګریز برید په پایله کې د اډې د قومندان په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.

د بهرنیو رسنیو له مخې، د سومالیا پوځي چارواکي وايي، له القاعده سره تړلې الشباب ترهګرو له پلازمېنې موګادیشو څخه ۶۰ کیلومتره لرې د سومالیا په مرکزي ښار هوادالا کې پر یوې پوځي اډې برید وکړ.د پوځي چارواکو په وینا، ترهګرو لومړی یو ځانمرګی موټر ته چاودنه ورکړه او وروسته یې پر پوځي اډې ډزې وکړې، چې په پایله کې یې د اډې د قومندان په ګډون ۷ پوځيان ووژل شول.

د بهرنیو رسنیو له مخې، د یوې بیانیې له لارې، د الشباب ترهګرې ډلې په حقیقت کې د دې برید مسوولیت منلی دی.

Leave a reply